نېکلسن: داعش افغانستان کې د خلافت د جوړولو هڅه کوي

افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ مأموریت عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن وايي، د افغان ځواکونو درنو تلفاتو سخت اندېښمن کړی دی.

نوموړي د یکشنبې په ورځ «اېن، بي، سي» ټلوېزیوني شبکې ته ویلي تېر کال افغان ځواکونو درنه مرګ ژوبله ګاللې او سږ کال هم د دوی مرګ ژوبله د تېر کال هومره او یا له هغې هم یو څه زیاته ده.

دې امریکايي جنرال ویلي، د دې درنې مرګ ژوبلې یو مهم علت په بېلابېلو کچو د مشرتابه ستونزې دي.

نوموړي ویلي دا ستونزې تر ډېره په افغان پولیسو او کمې په افغان ملي اردو کې موجودې دي.

افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ مأموریت قوماندان د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو په مشرتابه کې پر ستونزو سربېره، افغان سرتېرو سره د مهماتو او نورو اکمالاتو د کمي ستونزه هم د دوی د درنې مرګ ژوبلې سبب بللې ده.

افغانستان کې د ناټو قوماندان دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې په دې وروستیو کې افغان ځواکونه په بېلابېلو ولایتونو کې له وسله‎والو طالبانو سره په درنو او خونړیو جګړو بوخت دي.

بل‌خوا په افغانستان کې دې لوړپوړي امریکايي قوماندان ویلي چې د داعش وسله‎واله ډله په افغانستان کې د خلافت د جوړولو هڅه کوي.

جنرال نېکلسن د یکشنبې په ورځ د «اېن، بي، سي» نیوز ټلویزوني شبکې ته په ځانګړې مرکه کې وویل، د داعش ډله دا مهال ډېره هڅه کوي چې په افغانستان کې د خراسان په نوم خلافت جوړ کړي.

د جنرال نېکلسن په وینا، امریکا په افغانستان کې د داعش په لیکو کې تر ډېره بهرني جنګیالي په ځانګړي توګه د ازبکستان د اسلامي غورځنګ غړي لیدلي چې د خراسان د اسلامي دولت په نوم له دې ډلې سره یوځای کېږي.

ده ویلي چې په دې ډله کې د پاکستاني طالبانو ځیني غړي هم شامل شوي.

خو د نېکلسن په وینا د خراسان اسلامي دولت ډله په بشپړه توګه د افغانانو له‌خوا رد شوې ده ځکه چې د نوموړې په وینا د داعش ډلې فلسفه د افغانانو له کلتور سره په عمومي ډول اړخ نه‌لګوي.

په افغانستان کې دې امریکايي جنرال ویلي چې په وروستیو کې یې د افغان امنیتي ځواکونو په مرسته د داعش ډلې ته د دې هېواد په ختیځ کې درانه زیانونه اړولي دي.