وزیري: چین افغان هوايي ځواک ته دوه ټرانسپورټي الوتکې ورکوي

د افغانستان دفاع وزارت وايي، ټاکل شوې چې چین دوه ټرانسپورټي الوتکې د مرستې په توګه افغان هوايي ځواکونو ته ورکړي.

دا وزارت په پوځي برخه کې له افغان حکومت سره د چین د هېواد مرستې ګټورې بولي.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، له دغو الوتکو څخه به د افغان ځواکونو او د پلاویو د انتقال په برخه کې ګټه واخېستل شي.

دفاع وزارت ویاند دولت وزیري

وزیري وايي:

"چین ژمنه کړې چې له افغانستان سره به دوه ټرانسپورټي الوتکې مرسته کوي، څو د دفاع وزارت پلاوي ورنه په سفرونو کې ګټه واخلي، دا مرستې ډېرې ګټورې دي، همدا مهال د پلاوو د سفر په برخه کې د بهرنیو هېوادونو الوتکو ته اړتیا لرو."

ښاغلي وزیري څرګنده نه‎کړه چې دا دوه ټرانسپورټي الوتکې به څه وخت افغان حکومت ته سپارل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې له افغان حکومت سره د چین د پوځي مرستو لومړۍ جوپه نېږدې درې میاشتې وړاندې افغان حکومت ته سپارل شوې ده.

له دې وړاندې د ثور په میاشت کې چین ته د اجرائیه رئیس د سفر پر مهال چینايي چارواکو چمتوالي ښودلی و چې د ترورېزم پر وړاندې د جدي مبارزې په برخه کې له افغان امنیتي ځواکونو سره پوځي مرستې کوي.

له دې مخکې د چین لوی درستیز له ولسمشر غني سره د لیدو پر مهال ویلي وو چې هېواد یې چمتو دی تر ۷۳ میلیونه ډالرو پورې له افغان پوځيانو سره مرسته وکړي.

د افغان پوځيانو روزنه له افغانستان سره د چین یوه بله ژمنه ده.

په ورته وخت کې پوځي کارپوهان په پوځي برخه کې د چین مرستې ګټورې او نتیجه یې مؤثرې بولي.

پوځي کارپوه عتیق الله امرخيل ازادي راډیو ته وویل، د چین پوځي مرستې افغان پوځيانو ته روحیه ورکولای شي.

پوځي کارپوه عتیق الله امرخيل

ښاغلي امرخېل زیاته کړه:

"که چین د ټرانسپورټي الوتکو او ثقیله وسلو مرسته وکړي او یا هم نور وسایط راکړي، دا ډېره مثبته اغېزه لري. یو دا چې امنیتي ځواکونه په سیمه کې یو ښه او پیاوړی ملګری پیدا کوي او بل دا چې د روزنې په برخه کې هم مهمه خبره ده. زه فکر کوم دا همکارۍ به ښه نتیجه ولري."

اخوا سیاسي کارپوه عمر صمد ازادي راډيو ته وویل، چین په افغانستان کې سیاسي او اقتصادي ګټې لري او په دې ویره کې دی چې ایغور یا د ختیځ ترکستان د اسلامي غورځنګ وسله‎وال د افغانستان له لارې چین ته ګواښ پېښ نه‎کړي.

د چین شینجن ایالت چې اوسیدونکي یې ایغور مسلمانان دي، له افغانستان سره ګډه پوله لري.

خو د افغانستان دفاع وزارت وایي، دغه هېواد د چین او نورو هېوادونو پوځي تجهیزاتو ته له تروریستانو سره د مبارزې لپاره اړتیا لري.

راپور: رحمت الله افغان