اجرائیه رئیس: طالبانو سره د سولې برخه کې خاص پرمختګ نه‎دی شوی

د افغان حکومت اجرائیه رئیس وايي، افغان حکومت له طالبانو سره د سولې نیت لري خو تر اوسه په دې برخه کې خاص پرمختګ نه‎دی شوی.

عبدالله عبدالله نن کابل کې سعودي عربستان ته د خپل سفر د لاسته راوړنو په اړه یوې خبري ناستې ته وویل چې دی د سولې د خبرو په جریان کې دی او د سولې په هر ډول خبرو کې به د سولې عالي شورا محوري وي.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه:

"د سولې هر ډول خبرې چې کېږي موږ او د سولې عالي شورا په جریان کې پاتې کېږو او هره فیصله چې کېږي چې د سولې عالي په هغه کې محوري رول لري."

د افغان حکومت اجرائیه رئیس په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې وړاندې د افغان حکومت یوه لوړ پوړي چارواکي ازادي راډیو ته تائید کړې وه چې د افغان حکومت استازو او طالبانو په قطر کې لیدلي دي.