حیات وايي، د عملیاتو په نتیجه کې لښکرګاه له ګواښونو خوندي شوې

د هلمند والي حیات‌الله حیات وايي، د یو لړ پراخو عملیاتو په نتیجه کې د لښکرګاه ښار له امنیتي ګواښونو خوندي شوی دی.

ښاغلي حیات پرون شپه ازادي راډیو ته وویل، دا عملیات د قهر میوند په نوم د لښکرګاه په شاوخوا سیمو او ځینو ولسوالیو کې پیل شوي چې په نتیجه کې یې ډېر تلفات وسله‎والو مخالفینو ته اړولي دي.

ښاغلي حیات زیاته کړه:

"په دا دوو ورځو کې یوازې پرون ۵۰ تنه ډېر دښمنان وژل شوي دي. نن هم ۴۱ نه زیات وسله‎وال مخالفین وژل شوي دي. دا عملیات مختلفې برخې لري. هوايي ځواک هم حملې کوي او ان د دوی ځیني مرکزونه په ولسوالیو کې په نښه کوي."

ښاغلي حیات ډاډ ورکړ چې افغان سرتېري د پرمختګ په حال کې دي او اجازه نه‌ورکوي چې خوندي شوې سیمې یو ځل بیا د حملو له ګواښ سره مخ شي.

هلمند کې دا عملیات په داسې حال کې پیل شوي چې د سیمه‌ییزو چارواکو په خبره وسله‎والو مخالفینو په تېرو څو اوونیو کې لسګونه افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.