دفاع وزارت: داعش افغانستان د مرکزونو جوړولو توان نه لري

د افغانستان دفاع وزارت ډاډ ورکوي چې داعش ډله نور په افغانستان کې د مرکزونو جوړولو توان نه لري.

د دغه وزارت ویاند جنرال دولت وزیري نن ازادي راډيو ته وویل په ننګرهار کې د داعش د ځپلو لپاره لاهم د افغان ځواکونو عملیات روان دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ننګرهار د سېمه ییزو چارواکو په خبره دا مهال د دې ولایت په پچیراګام ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او داعش وسله والو ترمنځ جګړه روانه ده.