پاکستان د هند د امنیتي ځواکونو اداعا رده کړه

پاکستان د هند د امنیتي ځواکونو دا ادعا رد کړې ده چې د کشمیر د لانجمنې سیمې د سرحد په اوږدو یې اووه پاکستاني عسکر وژلي دي.

د هند سرحدي ځواکونو پرون وویل چې دغه اووه پاکستاني پوځیان وروسته تر هغه ووژل شول چې دوی د هندي ځواکونو هدفونه په نښه کړل.

د هندي سرچینو په وینا تر دې مخکې شپه د وسله والو یوې ډلې هڅه کوله چې د هند هیرا نیګر سیمې ته داخله شي، خو مخه یې ونیول شوه.

د پاکستان د پوځ ویاند عاصم باجوه وویل، د هند دا ادعا یو مخ بې بنسټه ده چې اووه پاکستاني سرتېرې یې وژلي دي.