سرچینه: د طالبانو استازي د سولې خبرو لپاره اسلام اباد ته تللي

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر درې تنه غړي د افغان حکومت سره د سولې د خبرو اترو پر موضوع د سلا مشورو لپاره پاکستان ته تللي.

په قطر کې د طالبانو یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل چې دا درې تنه به په پاکستان کې له مېشتو طالب مشرانو سره د سولې د خبرو اترو پر موضوع سلا مشورې وکړي.

په قطر کې د طالبانو دې سرچینې ازادي راډیو ته وویل، مولوي شهاب الدین دلاور مولوي جان محمد مدني او ملا عبدالسلام په هغه پلاوي کې شامل دي چې له دوحې څخه پاکستان ته تللي.

خو د ګارډین ورځپاڼې بیا پرون په همدې موضوع په یو خپاره کړي راپور کې د طالبانو د دوو سرچینو په حواله ویلي چې د طالبانو د قطر د دفتر درې تنه استازي د پاکستان له امنیتي چارواکو سره د خبرو اترو لپاره دغه هېواد ته تللي.

د طالبانو د دوحې د دفتر دا استازي پاکستان ته په داسې حال کې سفر کوي چې تېره اوونۍ په قطر کې د طالبانو او افغان حکومتي چارواکو د پټو خبرو په اړه راپورونه خپاره شول.

بل خوا پرون جمعع په کوټه کې د طالبانو یوې بلې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یاد شي ازادي راډیو ته وویل، پاکستان ته له دوحې څخه د طالبانو د سیاسي دفتر د پلاوي دوه غړي مولوی شهاب الدین دلاور او ملا جان محمد مدني به د طالبانو له یو بل استازي نعیم وردګ سره یو ځای د دې اوونۍ په پای کې سعودي عربستان ته ولاړ شي او هلته به د افغان حکومت او سولې د شورا له غړیو سره په خبرو اترو کې د طالبانو استازیتوب وکړي.