خوګیاڼی: داعشیانو د ننګرهار پچیراګام کې کورو ته اور اچولی

د ننګرهار ولایت په پچیر ګام ولسوالۍ کې د داعش وسله والو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړه لا هم دوام لري.

د ننګرهار چارواکي وايي چې دا جګړه د جمعې په سهار د داعش له خوا په سیمه کې له بریدونو پیل شوه چې د افغان امنیتي ځواکونو او ولسي پاڅون کونکو له مقاومت سره مخ شول.

د ننګرهار د ولایت ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل چې د داعش وسله والو په سیمه کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې او د ولسي پاڅون کونکو ځینې کورونو ته یې اور اچولی دی:

"په دې جنګ کې له دېرشو زیات ولسي خلک ټپیان شوي، څلور تنه وژل شوي او داعش ډلې دېرشو کورونو ته اور اچولی دی، د جمعې په ورځ په هوايي بریدونو کې د داعش ۵۴ تنه وسله وال وژل شوي او ۲۲ تنه نور یې له افغان ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې له منځه تللي، په سیمه کې لا هم جګړه روانه ده."

عطاالله خوګیاڼي وویل چې د داعش تر ولکې لاندې سیمه کې هم ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې خو نوموړي یې د دقیقې شمېرې په اړه څه ونه ویل.

د داعش ډله د ننګرهار په اچین، هسکې مینې، کوټ او د پچیر اګام ولسوالیو کې فعاله ده.