معصومي: فاریاب کې څه باندې ۲۰ وسله وال وژل شوي

په فاریاب کې چارواکي وايي د خواجه شبز پوش، شرین تګاب او دولت اباد په ولسوالیو کې په تازه عملیاتو کې تر شلو زیات طالب وسله وال وژل شوي او پنځه ویشت نور ټپیان دي.

په فاریاب کې له طالبانو څخه د غورماچ ولسوالۍ تر بېرته نیولو وروسته امنیتي ځواکونو پرون د خواجه سبز پوش او شااوخوا نورو ولسوالیو د هغو امنیتي پوستو د نیولو لپاره عملیات پیل کړي چې په دې وروستیو کې طالبانو له خوا نیول شوي.

د دې پوځي عملیاتو مشري د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم کوي.

د خواجه سبز پوش ولسوال عبدالله معصومي پرون جمعه ازادي راډیو ته وویل، د دې ولسوالۍ د هغو امنیتي پوستو د نیولو لپاره چې په دې وروستیو کې د طالبانو لاس ته لوېدلې له دوو لورو عملیات روان دي:

"د شیرن تګاب له لورې چې څلور پوستې له لاسه وتلې وې درې پوستې بېرته نیول شوې دي، د جنوب له لورې چې له خواجه سبز پوش پیلېږي او تر لومړۍ قرارګاه پورې رسېږي هم امنیتي ځواکونو درې له لاسه وتلې پوستې بېرته نیولي دي."

بل خوا قاري یوسف احمدي چې ځان د طالبانو ویاند بولي رسنیو ته په یوې استولې خبر پاڼې کې دا رد کړې چې ګوندې د دې ډلې پنځوس وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتي.

نوموړي خپل لورې ته یوازې د ددو کسانو وژل کېدل او د یو تن ټپي کېدل تایید کړي او افغان امنیتي ځواکونو ته یې د درنې مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کړې.