خوګیاڼی: د ننګرهار پیچرګام کې ۵۴ داعشیان وژل شوي

د ننګرهار په پچيراګام ولسوالۍ کې د داعش سخت دريځې ډلې، وسله والو طالبانو او پاڅونوالو ترمنځ په جګړه کې د داعش تر پنځوسو زيات غړي وژل شوي دي.

د ولايت چارواکي وايي، دغه نښتې له پرون سهار راهيسې په پاس پچير سيمه کې روانې دي.

د والي وياند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډيو ته وويل چې په دې نښته کې ملکيان او وسله وال طالبان هم وژل شوي دي:

"هلته داعش وسله وال په دوو سيمو کې د وسله والو طالبانو او ولسي پاڅونوالو ترمنځ نښتو کې ښکېل شول، نن سهار په سيمه کې بې پېلوټه الوتکو هم بريدونه وکړل چې په نتيجه کې يې ۵۴ داعش وسله وال وژل شوي، د داعش په نښتو کې ٤ ولسي کسان شهيدان شوي او ٤ تنه وسله وال طالبان هم وژل شوي دي."

د ننګرهار چارواکي وايي په پاس پچير سيمه کې د داعش ډلې غړو د ملکيانو ١٧ کورونو ته هم اور اچولى دى.