پاکستان دغه هېواد کې د هندي فلمونو پر خپرېدو بندیز لګولی

پاکستان په خپلو تلویزوني شبکو او راډیو ګانو کې د هندي فلمونو او نورو هندي پروګرامونو پر خپریدو بندیز لګولی دی.

د پاکستان حکومت دا ګام د اسلام اباد او نوي ډیلي ترمنځ په اړیکو کې د کړکېچ له زیاتېدو سره پورته کړی دی.

پاکستان چارواکي وايي، دا بندیز سر له نن عملي بڼه لري او هره هغه شبکه چې ترې سرغړونه وکړي تړل کېږي به.

پاکستاني مقامات وايي، دا پریکړه يې وروسته تر هغې وکړه چې یو شمېر هندي فلم جوړونکو د پاکستاني ممثلانو له اخستلو انکار کړی او ځینو هندي سینماګانو د هغو فلمونو خپرول بند کړي چې پاکستاني ممثلانو په کې کار کړی دی.

د هند د کورنیو چارو وزارت بیا ویلي چې د پاکستان دا ګام پر ځان د نه باور نښه ده او په خبره يې نوي ډیلي په هندي فلمونو کې د پاکستاني ممثلانو په کار هیڅ ډول بندیز نه دی لګولی.