اروپايي هېوادونو کې د افغان کډوالو پر وضعیت اندېښنې

د افغانستان بشري حقونو او مدني ټولنو شبکه په اروپايي هېوادونو کې د افغان کډوالو وضعیت په اړه اندېښمنه ده او په یاده برخه کې له اروپايي ټولنې او افغان حکومته د جدي اقداماتو غوښتنه کوي.

دوی وايي، د هېواد اوسنیو شرایطو ته په کتو افغان حکومت له اروپايي هېوادونو څخه د زرګونو بېرته راستېدونکو افغانانو د اوسېدو لپاره لازم امکانات نه‎لري.

د دغې شبکې مسؤول نعیم نظري د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د يادې شبکې له‎خوا پرېکړه‎لیک ولوست چې په يوه برخه کې يې راغلي وو:

"افغانستان په اوسنیو شرایطو کې د زرګونو افغان کډوالو چې له ګاونډيو هېوادونو بېرته هېواد ته راستانه شوي له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، دولت تر اوسه نه‎دی توانېدلی چې دوی ته لومړنۍ اسانتیاوې، خوراک، څښاک او د سرپناه ځای برابر کړي، په دې برخه کې هېڅ کاري پلان نه‌لیدل کېږي چې د دوی د سر پناه او دندې ضمانت وکړي."

د دغې شبکې مسؤلین وايي چې په اجباري توګه د افغان کډوالو اېستل کومه خاصه نتیجه نه‎لري او د دوی د ایستلو لړۍ باید ودرول شي.

د ملګرو ملتونو او د افغانستان د کډوالو او راستېدونکو چارو وزارت د احصائیو له مخې تېر کال شاوخوا دوه نیم لکه افغانانو په اروپایي هېوادونو کې د پناه اخیستو غوښتنه کړې او د سږ میلادي کال په لومړیو دوو میاشتو کې یوازې یونان ته د ورغلو کډوالو پناه غوښتونکو په سلو کې څه کم ۳۰ سلنه‌یې افغانان دي.

دوو تنو يوسف او نوید چې له اروپايي هېوادونو بېرته افغانستان ته راغلي ازادي راډيو ته وویل:

"ناروې کې نهه میاشتې او يوولس ورځې وم چې سهار دولس نفره پولیس راغلل زه‌يې ونیولم او افغانستان ته‌يې ولېږلم او راته‌يې وویل چې ستاسو دولت زموږ سره هوکړه کړې او زما پرېکړه دا ده چې زه بېرته ځم او څو چې وطن نه‌وي جوړ شوی دلته شپې کول مشکله ده."

نويد بیا وايي:

"زه له ناروې په زوره ایستل شوی یم، افغانستان کې ژوند نه‌شم کولای له طالبانو سره مشکل لرم، بس يا به مې طالبان مړ کړي او يا به زه له افغانستان نه وځم."

دا په داسې حال کې ده چې اروپایي ټولنې ویلي یو شمېر افغان کډوال به له خپلو هېوادونو څخه راوباسي.

بل‎خوا د کډوالو او راستېدونکو وزارت رسنیز سلاکار محمد حفیظ میاخېل د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دوی د اروپايي ټولنې او يو شمېر هېوادونو سره ګډې اعلامیې لاسلیک کړي چې له مخې به‌يې د افغان پناه غوښتونکو د پناه غوښتنې اسناد څېړل کېږي.

د کډوالو او راستېدونکو وزارت رسنیز سلاکار محمد حفیظ میاخېل

ښاغلي میاخېل زیاته کړه:

"افغان حکومت د اروپايي ټولنې، جرمني او فنلنډ سره يوه ګډه اعلامیه لاسلیک کړه چې له مخې به‌يې افغان مهاجرین له اروپايي هېوادونو څخه په زوره نه‌ایستل کېږي بلکه د دوی اسناد به څېړل کېږي او که دوی په دې مرحله کې بریالي نه‎شول نو دوی ته د درېیو محکمو حق ورکول کېږي او که بیا هم ونه‎شول نو دوی به په عزت سره هېواد ته رالېږل کېږي."

ښاغلی میاخېل وايي، اروپايي ټولنې او يو شمېر اروپايي هېوادونو دوی سره منلې چې په شرايطو برابرو افغانانو ته به پنا ورکوي.

دی وايي، حکومت هڅه کوي چې هغه افغانان چې په اروپايي هېوادونو کې نه‌منل کېږي په داوطلبانه توګه هېواد ته راستانه کړي او دلته ورته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

راپور: محمد واصل وصال