فعالان: زرمت کې سپکاوي کوونکي قومندان ته دې سزا ورکړل شي

د لويې پکتیا ځوانانو ګډې جرګې پر حکومت غږ وکړ چې د ځانګړو ځواکونو هغه قومندان ته سزا ورکړي چې یو زده‎کونکی یې د طالبانو سره د لاس لرلو په تور له ښوونځي راايستلی او بیایې د وهلو ډبلو تر څنګ بربنډ تصویرونه ترې اخیستي او سپکاوی یې ورته کړی.

د ځانګړو ځواکونو یو قوماندان پکتیا کې د ښوونځي د یوه زده‎کوونکي د لوڅو عکسونو اخیستلو د راپورونو تر خپرېدو وروسته چې طالبانو سره د لاس لرلو تور پرې لګېدلی د پکتیا تر څنګ کابل کې هم د ځینو ځوانو فعالانو تُند غبرګونونه راپارولي دي.

د لويې پکتیا ځوانانو ګډې جرګې د پنجشنبې په ورځ کابل کې په دې اړه جوړې شوې خبري ناستې ته وویل چې له‎ دې امله د پکتیا زرمت ولسوالۍ کې د ولس له‎خوا ټول ښوونځي تړل شوي او تر هغه به دغه ښوونځي تړلي وي چې حکومت دغه د ځانګړو ځواکونو قومندان ته جزا ورنه‎کړي.

د دغې جرګې غړي وايي، که حکومت دغه قوماندان ته د قانون په چوکاټ کې جزا ورنه‌کړي نو بیا به د لویې پکتیا ولسونه او د زرمت ولسوالۍ اوسېدونکي په ‎خپله دغه قوماندان ته جزا ورکړي.

د دغې جرګې ویاند ضیاالحق فضلي د یادې جرګې له‎خوا د خپور شوي پرېکړه‎لیک یوه برخه داسې ولوسته:

"لويې پکتیا ځوانانو ګډه جرګه په کلکه له حکومته غواړي څو په دې برخه کې عدالت تأمین شي او یاد قوماندان ته سخته جزا ورکړل شي، دا قوماندان د اسلامي او افغاني اصولو او دودونو ضد کار کړی او په هېڅ وجه د بخښلو نه‌دی."

د دغې جرګې غړو وویل چې دا ډول کړنې پر ولسونو ناوړه اغېز لري او ښوونځیو ته د زده‎کوونکو د ورتګ مخه نیسي.

دا په‎ داسې حال کې ده چې د راپورونو له‎مخې د تلې پر ۲۶مه نېټه د ځانګړو ځواکونو یو قوماندان د پکتیا زرمت ولسوالۍ کې د باتور علي لېسې یو تن زده‎کوونکی د وسله‎والو طالبانو سره د لاس لرو په تور له ښوونځي لومړی راایستلی، جامې یې ور څخه ایستلي، هغه‌یې ګواښلی او لوڅ تصویرونو یې ځیني اخیستي دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري دغه پېښه تائیدوي او وایي چې دغه کس‌یې نیولی او سیمې ته‌یې د ۲۰۳م تندر قول اردو او د کومانډو فرقې یو ګډ پلاوی استولی، که پر دغه کس یاد تورونه ثابت شول سخته سزا به ورکړي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري

ښاغلي وزیري زیاته کړه:

"داسې یوه پېښه شوې، د ۲۰۳م تندر قول اردو او د کومانډو فرقې یو ګډ پلاوی استول شوی، دغه کس‌یې نیولی تحقیق ورڅخه روان دی او یو هیئت ته دنده سپارل شوې چې د هغو خلکو سره له نېږدې وګوري او په دې اړه ورسره خبرې وکړي، که پر دغه کس دا ثابته شوه، تاسو باور وکړئ چې سخته سزا به ورکول شي."

د ښاغلي دولت وزیري په خبره د افغانستان وسله‎وال پوځ به هېڅ‌چاته اجازه ورنه‎کړي چې له خپلې دندې ناوړه ګټه پورته کړي.

راپور: سباوون کاکړ