ارګ د طالبانو ځینو کړیو د سولې خبرو ته لېوالتیا ښودلې

افغان حکومت وايي، د طالبانو ځینو کړیو د سولې خبرو ته لېوالتیا او چمتووالی ښودلی.

د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‎پال نن ازادي راډیو ته وویل چې د سولې خبرو ته د طالبانو لېوالتیا د دوی د مشرتابه په کچه ده.

ښاغلی مينه‎پال وايي:

"له حکمتیار صیب سره د سولې له موافقې وروسته د طالبانو ځینو کړیو هم افغان حکومت ته د سولې او مذاکرې چوکاټ ته د داخلېدو پیغامونه ورکړي دي."

د ښاغلي مینه‎پال په خبره هره ډله چې غواړي له افغان حکومت سره سوله وکړي دوی به د سولې خبرې ورسره پیل کړي.

افغان حکومت له هغې وروسته دا څرګندونې کوي چې په دې وروستیو کې په قطر کې د افغان حکومت د ځینو استازو او طالبانو تر منځ د پټو خبرو په اړه راپورونه ورکړل شوي دي.