چارواکي: د طالبانو یوه ډله د سلما بند شاوخوا ځای پر ځای شوې

د هرات د ولایتي شورا یو شمېر غړي وایي چې د وسله‎والو طالبانو یوه ډله د سلما بند په شاوخوا کې ځای پر ځای شوې ده.

د دغې شورا یوه غړي سید عظیم کبرزاني نن له ازادي راډيو سره په خبرو کې په‎ دې اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې‌ویل چې دا یو د خطر زنګ دی.

دا خبرې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د دغه بند تر ګټې اخیستنې مخکې هم یو شمېر چارواکو ویلي و چې ځيني ګاونډي هېوادونه هڅه کوي چې د یاد بند د جوړولو مخه ونیسي.

سلمان بند د هند په مرسته جوړ شوی او څه موده وړاندې پرانیستل شو.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت چارواکي ډاډ ورکوي چې د سلمان بند د امنیت تینګښت ته متوجه دي او مخالفینو ته به‌یې د امنیت ګواښلو اجازه ورنه‌کړي.