غني: ښځينه بزګرانو ته به لازمې اسانتیاوې رامنځته کړو

د کابل په بادام باغ سیمه کې اوولسم نړیوال کرنیز درې ورځنی نندارتون نن د ولسمشر محمد اشرف غني له‌خوا پرانیستل شو.

ولسمشر غني د دغه نندارتون په پرانیست غونډه کې وویل چې حکومت به د ښځینه بزګرانو لپاره لازمې اسانتیاوې رامنځته او پانګونه به ورباندې وکړي.

خو د کرنې وزیر اسدالله ضمیر په دې اړه په جوړې شوې غونډه کې وویل چې د پخوا په پرتله په کرنیزو محصولاتو کې د پام وړ بدلون راغلی دی.

ښاغلي ضمیر وویل چې دغه نندارتون د ښځینه بزګرو د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړ شوی چې یو شمېر ښځو هم په‌کې خپل کرنیز توکي په څه باندې ۲۰۰ غرفو کې نندارې ته وړاندې کړي.

د کرنې او مالدارۍ وزیر وايي چې اوس‌مهال په ټولو ولایتونو کې بزګرانو ته د باغدارۍ په اړه عامه پوهاوی ورکول کېږي.