مسؤلین: فاریاب، هلمند او ننګرهار کې له ۹۰ ډېر وسله‎وال وژل شوي

امنیتي مسؤلین وایي، په تېرو دوو ورځو کې فاریاب، هلمند او ننګرهار کې له ۹۰ ډېر وسله‎وال طالبان وژل شوي او نېږدې ۷۰ نور ټپیان شوي دي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو مطبوعاتي مسؤل نصرت‌الله جمشیدي ازادي راډيو ته وویل چې د فاریاب غورماچ ولسوالۍ کې د پوځي عملیاتو پر مهال ۷۰ تنه وسله‎وال طالبان وژل شوي او ۶۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

همدارنګه د ۲۱۵ میوند قول اردو قومندانۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې تېره شپه د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کې د پوځي عملیاتو پر مهال ۱۷ وسله‎وال طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.

په ورته وخت کې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډيو ته وویل چې بټي‌کوټ ولسوالۍ لپاره د وسله‎والو طالبانو نومول شوی ولسوال نن سهار د امریکایي ځواکونو د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی.

خو وسله‎والو طالبانو په‎ دې اړه څه نه‎دي ویلي.