ایران له امریکا سره د همکارۍ په تور ۲تنه په بند محکوم کړل

یو ایراني الاصله امریکایي او د هغه اتیا کلن پلار له امریکا سره د همکارۍ په تور په لس لس کاله بند محکوم شول.

میزان خبري اژانس نن راپور ورکړ چې سیامک نمازي او د هغه پلار باقر نمازي د امریکا له حکومت سره چې ایران یې خپل دښمن بولي د همکارۍ په خاطر په حبس محکوم شوي.

د سیامک نمازي د کورنۍ غړي وايي چې هغه په ۲۰۱۵ کال کې تهران ته له رسېدو سره سم ونیول شو او پلار یې چې د یونیسف متقاعد مامور و او د امریکا او ایران دوه ګونی تابعیت یې درلود، سږکال په فبروري میاشت کې ونیول شو.

د امریکا حکومت د دواړو کسانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې.