اجرائیه رئیس له سعودي وغوښتل چې د سولې بهیر کې همکاري وکړي

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د سعودي عربستان له حکومته وغوښتل چې د سولې په بهیر کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

د اجرائیه رئیس پر ټویټرپاڼه راغلي چې نوموړي په دې اړه د پاچا سلمان بن عبدالعزیز په ګډون له بېلابېلو سعودي چارواکو سره کتلي دي.

په همدې حال کې د اجرائیه ریاست په یوې خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلي عبدالله د عربستان د وزیرانو شورا له لومړي مرستیال او کورنیو چارو وزیر سره د لیدو پرمهال هیله څرګنده کړې چې له ترورېزم سره د مبارزې لپاره دې د سیمې په کچه جدي همغږي رامنځته شي.

خبرپاڼه زیاتوي، سعودي لوري اعلان وکړ چې هېواد یې په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټیګښت لپاره همکارۍ ته چمتو دی او ترورېزم ته د یوه جدي ګواښ په توګه ګوري.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د درې ورځني رسمي سفر په مخه ریاض ته تللی دی.