د افغانستان د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت وايي، د هېواد په ۱۹ولایتونو کې به د ۲.۷ میلیارده افغانیو په لګښت د خپلو پرمختیايي او بیارغونې پروژو له لارې ۲۹۵ زره کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت ویاند اکبر رستمي د سې شنبې په ورځ کابل کې یوې خبري ناستې ته د دغو پروژو د اهمیت په اړه وویل:
"د کار موندنې په لومړۍ، دوهمه او درېيمه مرحله کې چې د ۲۰۱۷ میلادي کال د مارچ تر میاشتې دوام کوي، په بشپړېدو سره به د بېکارۍ په کموالي کې مهم رول ولري او د خلکو په ژوند کې به مثبت اغېز ولري په ځانګړي توګه د زراعت، اقتصاد په برخه کې په ټوله کې دا به د خلکو په ژوند مثبت اغېز ولري خو په دې برخه کې اړتیاوې لاهم موجودې دي."
د ښاغلي رستمي په وینا دوی دغه پروګرام په هېواد کې د بېکارۍ او بېوزلۍ د کمښت په هدف تېر کال پیل کړی و چې په دوو لومړیو پړاونو کې يې د ۴۱۰۰ پروژو له لارې ۲۳۵ زره تنو ته لنډ مهاله کاري زمینه برابره کړې وه.
ښاغلي رستمي وویل، د کاري زمینو تر څنګ دوی ته د کار کیفیت هم ډېر مهم دی او دوی به له پلي کېدونکو پروژو په ښه ډول څارنه وکړي.
د کارموندنې دغه ملي پروګرام په ټول هېواد کې پلی کېږي چې په لومړیو دوو پړاونو کې یې ۱۵ ولایتونه او په درېیم پړاو کې د کابل په ګډون پهکې ۱۹ ولایتونه شامل دي.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د معلوماتو لهمخې د سولې لپاره د کار د دغې ملي پروګرام له لارې به څه د پاسه پنځه لکه کسانو ته د لنډ مهاله کار زمینه برابره شي او د پروژې له پیله تر اوسه ۱۶۰۰ کسانو ته د دوامداره کار زمینه برابره شوې ده.
بلخوا اقتصادي کارپوه عبدالقادر جېلاني د دغه پروګرام د هرکلي تر څنګ له افغان حکومته غوښتنه کوي چې خلکو ته د دایمي کار د زمینې برابرولو په برخه کې ډېره پاملرنه وکړي.
ښاغلي جېلاني زیاته کړه:
"کله چې ملي بودجه جوړېږي په دې کې يو اصل همدا وي چې خلکو ته کاري زمینې مساعدې کړي او دغه کاري زمینې باید اوږدمهاله وي، خو له بدهمرغه باید ووایم چې زموږ په هېواد کې ډېری کاري زمینې لنډ مهالې وي."
وروستیو مهاجرتونو هم ښودلې چې ډېریو ځوانانو د بېکارۍ له امله خپل هېواد پرېښی او په هېواد کې دننه هم ځوانان له بېکارۍ څخه ځورېږي.
ښاغلی جېلاني وايي، حکومت باید د خپلې ملي بودجې ترڅنګ د نورو غیر دولتي مؤسسو په ګډې همکارۍ هڅه وکړي چې خلکو ته د اوږدمهاله کار زمینه برابره کړي.