د هلمند لښکرګاه په اړه یو کلنې نیمګړتیاوې او تحولات

د هلمند د لښکرګاه پر څلورمه حوزه باباجي د برید یو کال پوره شو.

حکومت د تېر یوه کال راهیسې په یو شمېر سیمو کې د عملیاتو خبرونه ورکوي، خو وسله‌وال د ورځې نه بلې ته د لښکرګاه په لور سیمې لاندې کوي او د ښار تر دوهمې او درېیمې حوزو يې ځانونه رسولي دي.

ولې حکومت د یو شمېر مرکزي ولسوالیو په شمول د ښار په اطرافو کې د جګړې په مهارولو کې پاتې راغلی؟

د ازادي راډیو خبریال محمد الیاس داعي د یوه کال په اوږدو کې یو شمېر هغه نیمګرتیاوو، فُرصتونو او تحولاتو ته اشاره کړې ده چې په تېر یوه کال کې يې جګړه د لښکرګاه تر پولو راورسوله.

په دې اړه نور حال د محمد الیاس داعي په راپور کې اورو:

Your browser doesn’t support HTML5

محمد الیاس داعي راپور