عبدالله: سعودي دې د افغان سولې بهیر سره مرسته وکړي

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د سعودي عربستان له حکومت نه وغوښتل چې د سولې به بهیر کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

د اجرائیه ریاست د یوې خبرپاڼې له مخې، ښاغلي عبدالله د سعودي د وزیرانو شورا له لومړي مرستیال او کورنیو چارو وزیر سره د لیدو پر مهال وویل چې د افغانستان خلکو د تروریزم د اصلي قربانیانو په توګه په ټول توان سره له دغې پدیدې سره مبارزه کړې او هیله لري چې له دغې مرګوني پدیدې سره د مبارزې لپاره د سیمې په کچه جدي همغږي رامنځ ته شي.

په همدې حال کې د سعودي عربستان د وزیرانو د شورا مرستیال اعلان وکړ چې هېواد یې په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټیګښت لپاره همکارۍ ته چمتو دی او تروریزم ته د یوه جدي ګواښ په توګه ګوري.

ښاغلي عبدالله دغه راز له سعودي چارواکو سره افغاني پاسپورټ ته د هغو افغان کارکوونکو د پاسپورټونو پر اړولو او هغوی ته د کاري جواز پر ورکولو خبري وکړې چې دا مهال په دغه هېواد کې په پاکستاني پاسپورټونو کار کوي.

د خبر پاڼې له مخې، سعودي چارواکو د اجرائیه رئیس یادو غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړی دی.