د کندز–تخار لويه لاره د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوه

د کندز–تخار لویه لاره دولس ورځې د ترافیک پر مخ تړلې وه ځکه د دغې لارې په اوږدو کې د کندز-خان‎اباد ولسوالۍ تر منځ امنیتي پوستې وسله‎والو طالبانو ونیولې.

د کندز سیمه‌ییز چارواکي وايي چې د دغې لارې د خلاصېدو په هدف‌ د افغان ځواکونو یو لړ تصفیوي عملیات پیل کړي و چې تېره ورځ دغه لاره د ترافیکو پر مخ خلاصه شوه.

خو موټر چلونکي او مسافرین شکایت کوي چې پر دغې لارې باندې وخت نا وخت د امنیتي پوستو په منځ کې وسله‎وال طالبان سړک ته راوځي او موټرونه تلاشي کوي.

دوی وايي چې پر دغې لارې باندې د تګ راتګ پر مهال د خودیتوب احساس نه‌کوي:

"د کندز-تخار لویه لاره د ترافیکو پر مخ خلاصه شوې ده خو بیا هم په دې لاره کې امنیتي ګواښونه موجود دي ځکه اوس هم خلک نه‎شي کولای په ډاډه زړه تګ راتګ وکړي."

"روان کال کې دا درېیم ځل دی چې دغه لاره د طالبانو له‎خوا نیول کېږي او د ترافیکو پر مخ تړل کېږي او طالبان د پوستو په منځ کې سړک ته راوځي او خلک تلاشي کوي، موږ له دولته غواړو چې د دغې لارې د خوندیتوب په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي."

دغه خلک د کندز سیمه‌ییزو چارواکو څخه غواړي څو د کندز–تخار لويې لارې ته نېږدې کلی د وسله‎والو طالبانو نه پاک کړي چې دغه لويه لاره د وسله‌والو طالبانو له ګواښونو څخه وژغورل شي.

د موټر چلونکو او مسافرینو په وینا چې پر دغې لارې امنیتي ګواښونه د خان‎اباد ولسوالۍ د چهارسرې، دوکان ادم خان او خواجه پستې په سیمو کې همدارنګه د کندز مرکز پورې اړوند د ملرغي، باغ میري او لرخابیو په سیمو کې موجود دي.

بل‎خوا د کندز امنیه قوماندان جنرال محمد قسیم جنګل‌باغ ازادي راډيو ته وویل چې پر دې لارې امنیتي پوستې بېرته رغول شوي او اوس‌مهال خلک کولای شي په ډاډه زړه تګ راتګ وکړي.

د کندز امنیه قوماندان جنرال محمد قسیم جنګل‌باغ

ښاغلي جنګل باغ زیاته کړه:

"د کندز–تخار لویه لاره د ترافیکو پر مخ خلاصه شوې او امنیتي پوستې بېرته فعاله شوي، اوس‌مهال خلک کولای شي پر دې لارې باندې شپه او ورځ تګ راتګ وکړي."

د یادونې وړ ده د روان کال له پیله دا درېیم ځل دی چې د کندز–تخار لويې لارې په اوږدو کې امنیتي پوستې د وسله‎والو طالبانو لاس ته لوېږي او له کبله‌یې دغه لاره هر ځل دوه اوونۍ او درې اوونۍ د ترافیکو پر مخ تړل کېږي.

راپور: اجمل ارین