چارواکي: فراه او هلمند کې ۶۳ وسله وال طالبان وژل شوي

د فراه امنیتي چارواکي وايي فراه ښار ته څېرمه د افغان ځواکونو د هوایي حملو په نتیجه کې څه باندې ۵۰ وسله وال مخالفین وژل شوي دي.

د فراه د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر محمد غوث مالیار ازادي راډیو ته وویل چې دغه عملیات تېره شپه و شول.

د یو بل خبر له مخې په هلمند کې د ملي اردو د لومړۍ لوا قوماندان جنرال علم حلیم وایي، افغان او بهرنیو ځواکونو تېره شپه په ګرمسیر ولسوالۍ کې د وسله والو پر یوه پټنځای عملیات تر سره کړل چې په نتیجه کې یې ۱۳ تنه مخالفین وژل شوي او ۱۰ تنه یې ټپیان دي.

نوموړی وایي چې په عملیاتو کې ۷ هاموې ټانکونه او ۲ رنجر موټر چې مخکې له افغان ځواکونو څخه طالبانو ته پاته شوي و، تخریب شوي دي.

طالبانو تر اوسه د دغو دواړو عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي.