عبدالله به له سعودي چارواکو سره پر سیمه ییزو مسئلو وغږیږي

د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله به نن د سعودي عربستان له چارواکو سره پر یو لړ مهمو دوه اړخیزو او سیمه‌ییزو مسئلو خبرې وکړي.

ښاغلي عبدالله سعودي عربستان ته خپل سفر مهم بللی او ویلي یې دي چې د افغانستان او اسلامي ټولنې د هېوادونو اړیکې به ورسره پیاوړې شي.

اجرائیه رئیس پر ټویټر لیکلي چې په‎ دې سفر کې د حکومت اووه تنه وزیران او ۲۲ تنه سوداګر ورسره ملګري دي.

ریاض ته د حکومت د اجرائیه رئیس د سفر په ترڅ کې به د دواړو هېوادونو تر منځ یو شمېر موافقې لاسلیک شي او د افغانستان د سولې پر هڅو به هم خبرې وشې خو په‎ دې اړه نور جزئیات نه‎دي څرګند شوي.

اجرائیه رئیس پر ټویټر لیکلي چې د جمعې په ورځ کابل ته ستنېږي.