د عامې روغتیا وزارت د پولیو ضد کمپاین پيل کړ

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د افغان کرکټ لوبغاړو په مټ د پولیو یا ګوزڼ ضد د مني موسم کمپاین پیل کړ.

د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز نن د دې کمپاین د پرانیستې په مراسمو کې وویل، تمه ده چې د پولیو په دې کمپاین کې شاوخوا ۹ میلیونه ماشومان چې عمرونه‌یې د پنځو کلونو څخه کم وي د ګوزڼ ضد واکسین شي.

نوموړی وايي چې دا مهال په افغانستان کې د پولیو اووه پېښې ثبت شوي چې اکثره‌یې د پاکستان سره په پرتو سرحدي ولایتونو کې دي.

د راپورونو له مخې اوس‌مهال د نړۍ په کچه پاکستان او افغانستان هغه هېوادونه دي چې د پولیو یا ګوزڼ پېښې لري.