د ايران پارلمان ځینو غړو د "محمدي" خوشې کېدو غوښتنه کړې

د ايران د پارلمان يا مجلس د غړو يوې ډلې په يوه پرانیستي ليک کې د ايران د قضائيه قوې له مشر څخه د خبريالې او فعالې نرګس محمدي د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

نرګس، تېر کال د هغه کمپاين تر پيل وروسته ونيول شوه چې په ايران کې يې د مرګ د سزا د بندېدو غوښتنه کوله.

هغه په مې مياشت کې د مرګ د سزا خلاف د غورځنګ له کبله په ١٦ کاله بند محکومه شوه، په ايران کې دغه غورځنګ ته د غيرقانوني ډلې په سترګه کتل کېږي.

په هغه ليک کې چې پرون خپور شوى، وکيلانو د قضائيه قوې له مشر ايت‌الله صادق لاريجاني غوښتنه کړې چې د نرګس لپاره بخښنه اعلان کړي چې بېرته خپلو ماشومانو ته ستنه شي.

وکيلانو ويلي چې د نرګس محمدي روغتيايي وضعيت ښه نه‌دى.

اروپايي ټولنې تېره مياشت په يوه اعلاميه کې وويل چې د نرګس محمدي بندي کېدل په ايران کې د بشري حقونو د وضعيت په اړه د تشويش وړ پيغام ورکوي.