"برېکس" مشرانو د افغانستان امنیتي وضعیت ته اندېښنه څرګنده کړه

د هند، چین، روسیې، برازیل او جنوبي افریقا مشرانو د افغانستان امنیتي وضعیت ته اندېښنه څرګنده کړه.

دغه پنځه هېوادونه د «برېکس» یا د نویو اقتصادي ځواکمنو هېوادو د ټولنې غړي دي چې پرون‌یې د هند په ګوا ښار کې ګډه غونډه پای ته ورسېده.

د غونډې په اختتامیه وینا کې د هند صدراعظم نرېندرا مودي وویل:

"سهار مو د مهمو جهاني موضوعاتو په اړه، د ترورېزم، نړیوالې اقتصادي سناریو او د نړۍ د حاکمیت د شکل د اصلاح په ګډون، نظریات سره تبادله کړل. موږ ټول د ترورېزم، افراطیت او بنسټ‎پالنې په برخه کې هم‎نظره وو چې اوس یوازې د سیمې او نړۍ د ثبات او اقتصادي ودې مخه نه‌نیسي، بلکې همداراز زموږ ټولنې، زموږ د ژوند چارې او ټول بشریت ګواښي."

د ګواه غونډې د پای په اعلامیه کې ویل شوي دي چې د برېکس غړي په افغانستان کې دوامداره امنیتي ګواښونو ته ژوره اندېښنه لري او د دې ستونزې د هواري لپاره د افغانستان د حکومت د سولې د هڅو ستاینه کوي.