ارګ: حزب اسلامي سره د ګډې کمېټې پر جوړولو کار روان دی

د ارګ ماڼۍ وايي، د حزب اسلامي او د سولې عالي شورا ترمنځ د ګډې کمېټې د جوړېدو په برخه کې کار روان دی او ډېر ژر به په دې اړه ولسمشر فرمان ورکړي.

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري نن له ازادي راډیو سره په خبرو که څه هم د دغه فرمان د ورکولو دقیقه نېټه روښانه نه کړه خو ډاډ یې ورکړ چې په دې برخه هر اړخیزې هڅې روانې دي.

هغه زیاته کړه:

"د هغه فرمان پر محتوا کار روان دی چې له مخې به یې د حزب اسلامي او د سولې د عالي شورا ترمنځ ګډه کمېټه جوړه شي او په نږدې راتلونکې کې به نهايي شي او د ولسمشر له لورې به لاسلیک شي."

د افغان حکومت او حزب اسلامي د سولې د هوکړې د لاسلیک پر اساس باید د دغه حزب او د افغانستان د سولې عالي شورا ګډه کمېټه جوړه شي څو د یاد هوکړه لیک د عملي کېدو په برخه ګامونه پورته کړي.