واشنګټن پوسټ: د افغانستان وضعيت د کړکېچن کېدو خواته روان دی

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې چې په امريکا کې چاپېږي په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغانستان په باب په ليکنه کې ويلي چې وسله والو طالبانو په وروستيو کې حملې زياتې کړي او د افغانستان وضعيت د کړکېچن کېدو خوا ته روان دى.

د ليکنې په پيل کې راغلي، په داسې حال کې چې ژمى په رارسېدو دى، داسې ښکاري چې وسله وال طالبان په افغانستان کې د خپل نفوذ د پراختيا لپاره تر بل هر وخت ډېر هوډمن دي.

د واشنګټن پوسټ په ليکنه کې راغلي، د جمعې په ورځ د ناټو تر مشرۍ لاندې د قاطع ملاتړ ماموريت اعلان وکړ چې فراه ولايت ته به بهرني سلاکاران ولېږي، څو افغان ځواکونو ته چې د سخت دريځو وسله والو پرضد چې په کې جنګېږي، سلا مشوره ورکړي.

د ليکنې په دوام کې د فراه ولايت د تېرې اوونۍ وضعيت ته اشاره شوې چې وسله والو هڅه وکړه، د ښار مرکز ونيسي.

واشنګټن پوسټ زياتوي، هممهاله وسله والو طالبانو د هلمند ولايت په مرکز لښکرګاه کې هم حملې پيل کړې، دغه راز د کندز مرکز ته هم داخل شول چې تر يوې اوونۍ سختې جګړې وروسته مجبوره کړاى شول د کندز اطرافو ته شاتګ وکړي.

په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د ماموريت وياند بريد جنرال چارلس کليفلېنډ په يوه ايميل کې ورځپاڼې ته ليکلي، زموږ په باور وسله وال طالبان هڅه کوي د روان ميلادي کال تر پايته رسېدو مخکې د يو ولايت د مرکز د نيولو ستراتيژيک هدف ترلاسه کړي.

په ليکنه کې وړاندې راغلي، که څه هم فراه ته د لېږل شويو سلاکارانو شمېر معلوم نه دى، خو د ناټو تر مشرۍ لاندې د قاطع ملاتړ ماموريت په ټويټر کې ليکلي چې د سرتېرو او سلاکارانو يوه ډله يې فراه ته لېږلې ده.

ويل شوي چې د سلاکارانو او پوځيانو دغسې ډلې د هلمند په مرکز لښکرګاه او د روزګان په مرکز ترينکوټ کې هم ځاى پر ځاى شوې دي.

د ليکنې په حواله، په لښکرګاه کې په دې ګمارل شوې ډله کې ۵٠ سرتېري او لږ شمېر سلاکاران شامل دي.

انډيا ټوډې:

هندۍ ورځپاڼې انډيا ټوډې په خپله پرونۍ ګڼه کې تر دې سرليک لاندې ليکنه خپره کړې، وروسته له هغې چې د پاکستان د پوځ هوايي ځواک پر وزيرستان حمله وکړه، د پاکستان پښتانه هڅه کوي افغانستان ته پناه يوسي.

د ليکنې په پيل کې راغلي، د راپورونو له مخې د پاکستان پوځ او د دغه هېواد هوايي ځواک په ګډه په وزيرستان کې پر خپلو اتباعو بريدونه کړي، چې له کبله يې د پاکستان په زرګونو پښتانه اړ شوي چې افغانستان ته مخه کړي.

ويل شوي چې دغه حملې د تروريستي کمپونو د له منځه وړلو په هدف شوي او د سيمې اوسېدونکي خوست ولايت ته په کډې کولو مجبوره شوي دي.

خوست ته يوه راکډه شوي وزيرستاني ويلي، د پاکستان حکومت له کوم مخکېني خبرداري پرته ناڅاپه زموږ سيمه رابمبار کړه، موږ ته يې نه وو ويلي چې چېرې لاړ شو.

انډيا ټوډې ورځپاڼې د ځايي اوسېدونکو په حواله ليکلي، چې ادعا يې کړې، د پاکستان حکومت هر څه چې په مخه ورتلل، په دې نوم چې وسله وال طالبان په نښه کوي، له منځه يې وړل.

د ليکنې په حواله، شمالي او جنوبي وزيرستانونه چې ډيورنډ کرښې ته نږدې پراته دي، له ناامنو سيمو ګڼل کېږي.