د مشرانو جرګې غړي: هلمند کې د افغان سرتېرو په اړه بېغوري شوې

د ملي شورا يو شمېر غړي د هلمند سیمه ییز چارواکي د لسګونو امنیتي ځواکونو د اسیر کېدو په برخه کې په وظیفوي غفلت تورنوي.

په مشرانو جرګه کې د هلمند ولایت استازي محمد هاشم الکوزی وايي،څو ورځې وړاندې نږدې سل تنه سرتېري طالبانو ته تسلیم شول.

ښاغلي الکوزي د شنبې په ورځ ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، د دغو سرتېرو شمېر چې شاوخوا سلو تنو ته رسېږي د مهماتو د نه رسېدو له امله د طالبانو له خوا نیول شوي چې د خلاصون لپاره یې باید جدي اقدامات وشي.

هغه زیاته کړه:

"د لښکرګاه مسؤلینو، والي او نورو چارواکو له دوی سره مرسته ونه کړه، کله چې دوی د څلورمې حوزې په ساحه کې د طالبانو له کمین سره مخ شول، شاو خوا ۷۰ تنه سرتېري شهیدان او اولس اتلسم نور یې ټپيان او څه کم سل تنه د دولت او هلمند د ادارې د غفلت له امله د طالبانو لاس ته و لوېدل."

د تېرې اوونۍ په وروستیو کې طالبانو د یوې ویډيو په خپرولو سره ادعا وکړه چې لسګونه امنیتي ځواکونه د دوی له خوا اسیر نیول شوي دي.

په دغه ویډیو کې د ملي اردو له څلوېښتو ډېر سرتېري په يوه ټولګي کې لیدل کېږي چې د طالبانو په ولکه کې دي.

هلمند کې د افغان سرتېرو مرګ ژوبلې په اړه ضد او نقیض راپورونه

هلمند یو له هغو ولایتونو څخه دی چې په وروستیو څو میاشتو کې د سختو نښتو شاهد و چې ان دا نښتې د لښکرګاه ښار تر څنډو پورې و رسېدې.

خو د هلمند د والي ویاند وایي، امنیتي ځواکونو طالبانو ته د لښکرګاه په ځینو برخو کې ماتې ورکړه.

هغه وایي، تر اوسه داسې کره راپورونه نشته چې طالبانو ته د امنیتي ځواکونو تسلیمېدل و ښیي.

عمر ځواک زیاتوي، د دې ادعاو په اړه څېړني جریان لري او که روښانه شي چې امنیتي ځواکونه د طالبانو له خوا نیول شوي نو د خلاصېدو لپاره به یې لازم اقدامات وشي.

د هلمند والي ویاند عمر ځواک

هغه زیاته کړه:

"په دې اړه چې دښمن له امنیتي ځواکونو څخه کوم څوک اسیر نیولي او که نه، موږ هڅه کوو دقیقه خبره معلومه کړو چې څومره کسان دي او دا رښتیا ده او که نه."

خو ځيني کارپوهان وایي چې د دغو ځواکونو د اسیر کېدو او یا تسلیمېدو څرنګوالی باید و څېړل شي.

د کورنیو چارو وزارت مخکینی مرستیال میرزا محمد یارمند په دې اړه وایي:

"که اسیران یې نو لومړی باید دولت یې د خوشي کېدو هڅه وکړي او که تسلیم شوي وي، نو نور له هغوی کار نه اخیستل کېږي، دا چې دا کسان ولې تسلیم شوي، زما په نظر د یوې څېړنې په نتیجه کې باید روښانه شي."

تر دې وړاندې په ولسي جرګه کې د هلمند ولایت یو شمېر استازو هم ویلي و چې د هلمند د چارواکو بې غورۍ لسګونه افغان سرتېري د مرګ خولې ته واچول او ګڼ‎شمېر نور یې طالبانو ونیول.

د کورنیو او دفاع چارو وزارتونو مسؤلینو د طالبانو لاس ته د سرتېرو د اسیر کېدو او یا تسلیمېدو په اړه نظر نه دی څرګند کړی.

راپور: محمد قسیم سوله مل