ولسي جرګې د هېواد امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه

د افغانستان د ولسي جرګې غړي په دې هېواد کې د امنیتي وضعیت پر خرابېدو اندېښنه څرګندوي.

د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون رئیس میردادخان نجرابي د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې وویل چې دا مهال په بېلابېلو ولایتونو کې یوشمېر څوکۍ د سرپرستانو لخوا اداره کېږي چې د امنیت خرابېدو یو اصلي لامل هم کېداشي:

"په ارزګان کې د نظم عامه قطعه مشر نه لري او د سرپرست لخوا اداره کېږي، په خواشینۍ سره کوم تلفات چې په کندز کې رامنځ ته کېږي د دې لامل دا دی چې د حکومت اداره په یوه لاس نه ده."

دا خبرې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د هلمند، کندز،فراه او ارزګان په ګډون د هېواد په بېلابېلو برخو کې جګړو زور اخیستی.