د ډله ییز امنیت سازمان د همغږۍ په هدف ګډ مرکز جوړوي

د ډله ییز امنیت د سازمان د غړیو هېوادونو مشرانو پرېکړه کړې ده چې د «بحران په وړاندې د عکس العمل» یو شریک مرکز به جوړوي څو د ترهګرۍ په شمول د شریکو ګواښونو په اړه معلومات تبادله او په عین وخت کې پریکړې وکړي.

د دې نوې مرکز د جوړېدو اعلان د جمعې په ورځ د ارمنیا ولسمشر «سریژ سارکیسیان» وکړ چې په یریوان کې د ډله ییز امنیت د تړون د غړیو هېوادونو د مشرانو د غونډې کوربه دی.

د بحران په وړاندې د ګډ عکس العمل د دې مرکز د جوړېدو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.

د ارمنیا ولسمشر ویلي چې د ډله ییز امنیت د سازمان د نوي سرمنشي پر ټاکلو به د دې کال په پای کې د روسیې د سینټ پیټرزبورګ په غونډه کې نور بحث وشي.

د روسیې د ولسمشر ویلایمیر پوتین په ګډون د پخواني شوروي د شپږو جمهوریتونو لوړپوړي چارواکي د ارمنیا په پایتخت کې په دې غونډه کې راټول شوي دي.

پر دې سربیره د ډله ییز امنیت د غړیو هېوادونو د بهرنیو چارو او دفاع وزیران هم په يریوان کې په دې خبرو اترو کې برخه لري.

‌د ډله ییز امنیت سازمان د پخواني شوروي د جمهوریتونو څخه جوړه د هېوادونو یوه سیمه ییزه امنیتي ډله ده.

په دې سازمان کې پر روسیې سربېره، تاجکستان، بلاروس، ارمنیا، قزاقستان او قرغزستان غړیتوب لري.