هرات کې د امنیتي خبرو اترو پنځم کنفرانس نن پای ته رسېږي

د هرات د امنیتي خبرو اترو پنځم کنفرانس نن شنبې پای ته رسېږي.

د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د انیسټیټوټ مشر داود مرادیان وايي، د کنفرانس په پای کې به له پاکستان سره د دوه اړخیزو امنیتي خبرو اترو شپږم دور او له هندوستان سره دویم دور ترسره شي.

همدارنګه ټاکل شوې چې د افغانستان، ایران او هندوستان ترمنځ به یوه درې اړخیزه غونډه هم وشي.

ښاغلی مرادیان وايي، په دې غونډو کې به د یادو هېوادونو استازي هڅه وکړي څو د سیمې د هېوادونو د امنیتي وضعیت د ښه کېدو په اړه حل لارې وړاندې کړي.

د هرات د امنیتي خبرو اترو دا پنځم کنفرانس د هرات د ښار په تاریخي کلا کې کې جوړ شوی چې د پنځلس هېوادونو او نړیوالو سازمانونو۱۲۰ تنو استازو په کې برخه اخیستې.

په کنفرانس کې د افغانستان او سیمې د هېوادونو پر امنیتي وضعیت بحث او خبرې اترې کېږي.