د افغانستان د سولې او نجات شورا خبرداری ورکوي، هغه ډلې به افشا کړي چې په هېواد کې جګړو ته لمن وهي.
دې شورا له افغانانو وغوښتل چې سره یو موټی شي او د هغو کسانو مخه ونیسي چې په هېواد کې جګړو لمن وهي.
د دغې شورا رئیس ګل رحمان قاضي دا خبرې د جمعې په ورځ یوې ناستې ته په وینا کې وکړې.
هغه که څه هم د کومې ډلې یا چا نوم وانه خېست خو خبرداری یې ورکړ، که دغه ډلې په افغانستان کې خپلو ورانکارو فعالیتونو ته دوام ورکړي دوی به یې ملت ته افشا کړي.
د افغانستان د سولې او نجات شورا رئیس ګل رحمان قاضي
ښاغلي قاضي زیاته کړه:
"موږ په جګړه کې د افغانستان دښمنان د دغه هېواد د ویش په توطئه کې باید خپل برخلیک په خپله وټاکو، که تاسې راسره نه منئ همدغه تربیون نه اعلانوم، هغه چې په افغانستان کې نفاق اچوي او هغه چې د خپلو ګټو لپاره ولسونه سوځوي، هرڅوک چې دي مستند به یې یوه ورځ د دوی نومونه واخلو."
نوموړي همدارنګه د جګړې له ښکیلو غاړو غواړي چې د بینالافغاني خبرو له لارې سوله وکړي.
دا خبرې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د هلمند او کندز په ګډون د هېواد په ګڼ شمېر سیمو کې جګړو زور اخېستی او سلګونه کسان له دغو جګړو له امله له خپلو کورنو بې ځایه شوي دي.
په همدې حال کې د افغانستان د نجات او سولې شورا یوه غړي مولوي عبدالسلام عابد بیا وایي چې له روان وضعیته د خلاصون لپاره یوازینۍ لاره دا ده چې د جګړې ښکېلې غاړې د بینالافغاني خبرو له لارې سولې ته چمتو شي.
"د خدای لپاره او پهدې مظلوم ملت د رحم لپاره، له خپلو غوښتنو لاس واخلئ، خپلې غوښتنې په دغو خلکو مه تحمیلوئ، راشئ بینالافغاني مذاکرو ته او خپلې غوښتنې مطرح کړئ."
دا په داسې حال کې ده چې د ملي یووالي حکومت له جوړېدو سره د سولې خبرو اترو او هلو ځلو زور اخېستی او افغان حکومت د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي د سولې له هوکړهلیک وروسته له وسلهوالو طالبانو وغوښتل چې د سولې پروسې سره یوځای شي.
ناجیه ساپۍ