کندز چارواکي: وروستيو جګړو ۴۰ زره کورنۍ زيانمنې کړي

د کندز چارواکي وايي په وروستيو جګړو کې شا و خوا ٤٠زره کورنۍ زيانمنې شوي دي.

د دغه ولايت چارواکي وايي، له هغو کورنيو سره د مرستو لړۍ پيل شوې چې د وروستيو جګړو له کبله د خپلو سيمو پرېښودلو ته مجبوره شوي دي.

د والي وياند سيد محمود دانش ازادي راډيو ته وويل چې له اړو کورنيو سره د ولسمشر په دستور مرسته کېږي:

"٤٠زره کورنۍ زيانمنې شوې دي. شا و خوا ١٧ زره او ٣٠٠ کورنۍ دېته مجبوره شوي چې له خپلو کورونو نورو ولسواليو او خوندي سيمو ته کډه شي. تر ٩زرو او ٥٠٠ زياتې نورې کورنۍ ګاونډيو ولايتونو ته کډه شوي، چې تخار، بدخشان، بلخ، بغلان او کابل ته بېځايه شوي. ولسمشر په اول ګام کې د کندوز له بېځايه شويو سره د ٧٠ مليونو افغانيو په ارزښت مرسته وکړه."

د والي وياند وايي، پر مستحقو بې ځايه شويو کورنيو به دغه مرستې د هغې کمېټې له لارې ووېشل شي چې د والي له خوا موظف شوې ده.

ويل شوي چې نورو بهرنيو موسسو هم له څه باندې ٢زره او ٦٠٠ کورنيو سره د مرستو ژمنه کړې ده.