هرات کې د امنيتي خبرو په پنځم کنفرانس کې پر سولې خبرې کېږي

هرات کې د امنيتي خبرو اترو په پنځم کنفرانس کې په افغانستان او سيمه کې د سولې د ټينګښت پر لارو چارو بحث کېږي.

د افغانستان د مطالعاتو د انسټيټيوټ له خوا دغه کنفرانس په اختيارالدين کلا کې د دوو ورځو لپاره نن پيل شو.

د کنفرانس ترسره کوونکي وايي، په دې غونډه کې ١٢٠ افغان چارواکي او کارپوهان دغه راز د شلو سازمانونو او هېوادونو استازي برخه لري.

کنفرانس کې د افغانستان او د سيمې د هېوادونو د امنيتي ستونزو د حل لپاره د يوې فکري او سياسي اجماع د ايجاد پر لارو چارو خبرې کېږي.