کابل کې کندز مدني فعالان تحصن خېمې درولو ته پرېنه‌ښودل شول

د کندز یو شمېر مدني فعالان وايي چې د کابل ښار زرنګار پارک ته څېرمه یې نن د کندز لپاره د عدالت غوښتنې په هدف د عدالت خیمه دروله خو امنیتي ځواکونو یې مخالفت وکړ.

مدني فعال عبدالله صافی وايي، که څه هم دوی له وړاندې امنیتي مسؤلین په جریان پریښي وو خو بیا هم دوی ته د عدالت د خیمې د درولو اجازه ورنه‎کړل شوه.

صافي وايي حکومت باید په کندز کې د سراسري ثبات د ټینګښت په برخه کې ژر تر ژره ګټور اقدامات وکړي.

د کابل ښار زرنګار پارک ته څېرمه راټول شوي یو شمېر کندزي ځوانان وايي، که حکومت په کندز کې د بشپړ ثبات د ټینګښت لپاره جدي ګامونه پورته نه کړي دوی به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي.