وال سټریټ ژورنال: لښکرګاه له سقوط سره مخ ده

د افغانستان جنوب کې د روانې جګړې او د افغان ځواکونو د وضعیت په اړه یو شمېر لویدیځو رسنیو مقالي لیکلي.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز په خپله مقاله کې لیکلي، هغه بې وسلې شوي او د افغانستان د جنوب په ناکراره سیمه کې د طالبانو په لومه کې راګیر افغان پولیس افسرانو او سرتېرو چې ګومان یې کاوه له یوه امن ځای څخه تیریږي، خو په دام کې ولوېدل.

ورځپاڼه د هلمند هغې جګړې ته اشاره کوي چې دوی یې ظاهراً د افغان سرتېرو لپاره تر ټولو خونړۍ، اوږده او هېره شوې یادوي.

نیویارک ټایمز د افغان چارواکو له قوله لیکلي چې په دغه جګړه کې لږ تر لږه ۱۰۰ تنه سرتېري هغه مهال ووژل شول چې د شاتګ پر مهال له څو خواوو د طالبانو تر ډزو لاندې راغلل.

د ورځپاڼې په خبره د شاتګ پر لارې له وړاندې توافق شوی وو.

که څه هم د هلمند والي حیات الله حیات د دغه شمېر سرتېرو وژل کېدل ردوي، خو نیویارک ټایمز زیاتوي له دې پېښې سره چې د سې شنبې په ورځ د هلمند مرکز لښکرګاه ته څېرمه شوې ده،څرګندېږي چې د افغانستان په وسله‎والو ځواکونو کې یو لوی بحران روان دی.

لیکوال د نویو سرتیرو د استخدام ستونزې ته اشاره کوي او وایي، د ډېرو وژل شوېو سرتېرو ځایونه خالي پاته دي.

نیویارک ټایمز لیکي:

د نویو سرتېرو د استخدام ستونزې هغه څه دي چې هم افغان حکومت او هم د امریکا په ګډون د افغانستان لویدیځ پلویان یې له کبله اندیښمن دي.

وال سټریټ ژورنال:

وال سټریټ ژورنال هم د هلمند د جګړې پر حالاتو یوه مقاله لیکلي او په‎کې راغلي چې د هلمند مرکز لښکرګاه د طالبانو له‎خوا د نیول کېدو له ګواښ سره مخامخ دی.

ورځپاڼه د افغان چارواکو له قوله لیکي طالبانو د چهارشنبې په ورځ د هلمند ولایت د مرکز د نیولو لپاره فشارونو لا ډېر کړل.

د لیکوال په خبره دغې جګړې داسې مهال زور واخېست چې افغان سرتېري د هېواد په شمال کې د کندز ښار د بشپړ کنټرول او هم د نورو ولایتونو په مرکزونو کې په مبارزه بوخت دي.

وال سټریټ ژورنال زیاتوي په هلمند کې د جګړو دوام په کابل کې د چارواکو تر منځ وېره راپورته کړې وه چې لښکرګاه د طالبانو لاس ته ورنه‎شي.

هلمند کې جګړې د روان کال له پیله شروع شوي چې د وال سټریت ژورنال په خبره د افغانستان تر بلې هرې سیمي همدلته افغان امنیتي ځواکونو ته تر ټولو ډېره مرګ ژوبله واوښته.

دغه ولایت د مخدره موادو د کښت تولید او قاچاق یو لوی مرکز دی چې د طالبانو لپاره یوه مهمه عایداتي منبع ده.