فعالان: حکومت په هېواد کې د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلی

د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د امنیتي وضعیت خرابېدل او افغان پوځیانو او ملکيانو ته د مرګ ژوبلې اوښتل د یادو سیمو مدني فعالان او استازي سخت اندېښمن کړي دي.

د دغو فعالانو یو شمېر يې کابل ته راغلي د پنجشنبې په ورځ يې یوې خبري ناستې ته وویل چې حکومت په هېواد کې د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلی دی.

د هلمند ولایت د مدني ټولنې استازي ستار محمد همدرد په دغه غونډه کې وویل چې همدا اوس د هلمند جګړه کې امنیتي ځواکونه پرته له پوځي امکاناتو جګړه کوي او تلفات ورکوي، خو حکومت یې په وړاندې بې غوره دی:

"موږ یو وار بیا غږ کوو چې حکومت بې کفایته دی، په دغه جوړښت او تشکېل سره کار نه‎شي کولای، زموږ ولسوالۍ سقوط شوي، اوس مخالفین تر مرکزه را رسیدلي، د ښار یو شمېر سیمې محاصره دي، د دې ترڅنګ اقتصادي بهران اوج ته رسیدلی."

دغه مدني فعالان د کندز، هلمند، ارزګان، فراه، تخار، کونړ، نورستان او ننګرهار ولایتونو څخه کابل ته راغلي دي.

بل‎خوا د کندز ولایت استازی او د قومنو د همغږي شورا مشر اجمل هوتک وایي چې حکومت د امنیت د ټینګښت لپاره قوي اراده نه لري.

ښاغلی هوتک وايي:

"ولسمشره ته له بلوا سره مخ یې، د کورنیو او دفاع وزیران بې کفایته دي. "

د امنیتي ځواکونو تلفات، د جګړې اوږدېدل، د پوځیانو په لیکوکې ناسمه رهبري، پر وخت امنیتي ځواکونو ته د مرستو نه رسېدل او نور هغه انتقادونه دي چې د یادو مدني فعالانو او استازو په خبره په امنیتي ارګانونو او اړوندو وزارتونو او ادارو پورې اړه لري.

په دې وروستیو درېیو میاشتو کې وسله‎والو طالبانو کندز، هلمند، ارزګان، فراه او یو شمېر نورو ولایتونو کې جګړو ته زور ورکړې.

دا چې د مدني فعالانو او د ولایتونو د استازو په ځواب کې حکومت څه وایي، په دې اړه مو د ولسمشر له د ویاند مرستیال دوا‎خان مینه‎پال وپوښت.

د ولسمشر له د ویاند مرستیال دوا‎خان مینه‎پال

نوموړي وویل:

"نن سهار د مسلح قواو سر قومندان د ټولو ولایتونو مسؤلینو ته هدایت ورکړ چې د امنیت د ټینګښت لپاره جدي اقدام وکړي، حکومت په ټول توان سره د امنیت ټینګښت ته پام دی، خو د افغانستان د خلکو دښمنان په خپل ټول قدرت سره کوښښ کوي چې د افغان حکومت لاسته راوړنې کمرنګه کړي."

په ورته وخت کې د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش وایي، هغه ځواکونه چې په سیمو کې په جګړه بوخت دي د دوی له‎خوا تمویل او تجهیز شوي او د پرمختګ په حال کې دي.

خو مدني فعالان او د ولایتونو استازي ټینګار کوي که دغه وضعیت ته پام ونه شي، هر ناورین چې رامنځته کېږي مسؤل به یې د ملي وحدت حکومت وي.

سباوون کاکړ