هند به سږ کال د "برکس" ډلې د غړو هېوادونو د مشرانو کوربه وي

د هند صدراعظم نرېندرا مودي به سږ کال د "برکس" ډلې د غړو هېوادونو د مشرانو کوربه وي.

په برکس کې برازیل، روسیه، هند، چین او جنوبي افریقا شاملېږي چې د نړۍ نوي یا د غوړېدو په حال کې اقتصادي قدرتونه بلل کېږي.

دا ډله په ۲۰۱۱ میلادي کال کې جوړه شوه او هدف‌یې په غرب کې د اقتصادي قدرتونو په وړاندې د تعادل رامنځته کول او د نړۍ پر اقتصادي مارکېټ د غربي قدرتونو د مطلق نفوذ کمول دي.

په مجموعي ډول د برکس د غړو هېوادونو د ناخالصو کورنیو تولیداتو اندازه، په کال کې ۱۶ تریلیونه ډالرو ته رسېږي.

دې ډلې د پیسو نړیوال صندوق او نړیوال بانک سره معادل، ګډ بانکي سیسټم جوړ کړی او د نړۍ د اوو سترو اقتصادي قدرتونو «G7» په څېر د نړیوالې اقتصادي ودې په اړه منظمې کلنۍ غونډې کوي.

خو د "برکس" هېوادونه په نړۍ کې د نفوس ۵۳ فیصده جوړوي.

دا هېوادونه په نړۍ کې د نرخونو د ټیټېدو، په نړیواله کچه بهرنیو موادو ته د اړتیا د کمېدو او د تېلو د نرخ د لوېدو له امله زیانمن شوي دي.

دا هېوادونه په دولتي تشکیلاتو کې د اداري فساد له امله هم متأثره شوي ګڼل کېږي.

برازیل او روسیه په وروستیو کې له زیاتو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي، جنوبي افریقا تېره میاشت په سختۍ بریالۍ شوه چې له مالي تورمه ځان وژغوري او د چین اقتصاد د نړیوالې اقتصادي ودې له امله په چټکۍ د سستۍ په لور روان دی.

د "برکس" د نورو غړو په پرتله، هند د نړۍ له هغو هېوادونو دی چې اقتصاد یې په چټکۍ د ودې په حال کې دی او ګڼل کېږي چې په راتلونکو دوو کلونو کې به‌یې د ناخالصو کورنیو تولیداتو وده اووه اعشاریه شپږ فیصدو ته ورسېږي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر امر سېنها ویلي چې د "برکس" مشران به د نړیوالې ودې پر بېلابېلو اړخونو او په نړیواله وده کې د خپلې ونډې پر څرنګوالي او امکاناتو خبرې وکړي.

هغه همداراز څرګنده کړې چې په ‎دې غونډه کې به پر سیمه‌ییز امنیت او اقلیمي بدلون خبرې وشي او روسیه ښايي ان د سوریې د بحران په اړه بحث هم په‎کې شامل کړي.

مسکو په سوریه کې د بشارالاسد د رژیم د ملاتړ له امله د نړیوالو تر فشار او انتقادونو لاندې دی.

د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په هند کې د "برکس" ګروپ مشران به پر نړیوال ترورېزم او په سوریه کې د سولې د بهیر په اړه خبرې وکړي.

د "برکس" غړي به د راروانې شنبې او یکشنبې په ورځو د هند په تورېستي ښار ګوا کې غونډه کوي.

د چین دولتي خبري اژانس «سینهوا» ویلي، د دې هېواد ولسمشر شي جېن پېنګ به د دې سرمشریزې په څنډه کې، د هند له صدراعظم نرېندرا مودي سره پر ځینو نړیوالو او سیمه‌ییزو مسائلو جلا مجلس وکړي.

د هند حکومت ښايي دا هڅه هم وکړي چې د "برکس" غړي د پاکستان له خاورې د هند پر سرحدي سیمو وروستۍ ترورېستي حملې وغندي.

خو څارونکي په ‎دې باور دي چې هند ښايي په ‎دې هدف کې بریالی نه‎شي ځکه چین د پاکستان له حکومت سره نېږدې سیاسي روابط لري.

د "برکس" غړي روسیې هم په وروستیو کې له اسلام‎اباد سره د پوځي اړیکو د پراختیا هڅې پيل کړې دي.