کندز ښار ته بې ځایه شوي کورنۍ د راستنېدو په حال کې دي

د کندز ښار ۱۰ ورځې د وسله‎والو طالبانو او د افغان ځواکونو د جګړې په ډګر بدل شوی وو، د جګړې له کبله په ښار کې هرڅه له‎منځنه تللي دي، ښار کې هرې خوا ته ویجاړ شوي دوکانونه، سوځېدلي موټرونه، وران شوي کورونه تر سترګو کېږي.

دغې جګړې خلک سخت وېرولي، همدارنګه له خلکو څخه خندا اخېستې د ښار اوسېدونکي د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن دي.

کندز ښار له جنګ وروسته

د کندز ښار څو تنو اوسېدونکو د ښار اوسني وضعیت په اړه ازادي راډیو وویل:

"د جګړې پر مهال موږ له ډېرو مشکلاتو سره مخ وو، خپلو کورونو کې بند پاتې وو، زموږ خوراکي توکي تمام شوي وو، خو اوس چې امنیتي ځواکونو د کندز ښار بېرته ونیو خوشحاله یو.

-د جګړې له کبله کندز ښار کې هر څه له‎منځه تللي دوکانونه سوځېدلي دي، خلک ډېر متضرره شوي دي. "

د ښار یو بل اوسېدونکی بیا وايي چې مرکزي حکومت او د کندز سیمه ییز چارواکي باید د ښار شاوخوا څنډې په بشپړه توګه د وسله‎والو طالبانو پاک کړي څو خلک په یو ارامه فضا کې ژوند وکړي.

د کندز ښار یو تن اوسېدونکي خپل نظر داسې څرګند کړ:

"هېله لرم چې امنیتي ځواکونه د کندز ښار په بشپړه توګه د وسله‎والو طالبان څخه تصفیه کړي، کله چې ښار کې جګړه وه په ښار کې اوبه،ډوډۍ نه پېدا کېده موږ له ډېرو ستونزو سره مخ وو، دولت باید ژر تر ژره د اوبو سیسټم فعال کړي او همدارنګه خلکو ته مرستې ورسوي."

د کندز د چارواکو د خبرو پر بنسټ چې لا هم د طالبانو پر وړاندې د افغان ځواکونو تصفیوي عملیات د ښار په شاوخوا سیمو کې دوام لري، څو دغه ښار د طالبانو له احتمالي برېدونو څخه وژغورل شي.

باید وویل شي، څه باندې لس ورځې شوي چې د کندز – تخار لوی لاره هم د ترافیکو پر مخ تړلې ده او د دغې لارې په اوږدو کې وسله‎وال طالبان حضور لري.

د یادونې وړه ده، د ښار په بېلابېلو برخو کې دوکانونه سوځېدلي او ړنګ شوي دي او مالکان یې ایرې او سوي توکي انتقالوي، د ښار په هره ونه او د بریښنا هره پایه باندې مرمۍ لګیدلي دي، د بریښنا مزي شکیدلي او ځای ځای افغان سرتیري د سوځېدلو زغروالو وسایطو د سکلیټونو په انتقال بوخت دي.

اجمل ارین-کندز