د فراه په برنګ توت، رج او ګنهکان سیمو کې شدیدي شوې

د فراه په مرکزي سیمو جګړه دوام لري.

د رپوټونو پر اساس نښتې نن سهار د فراه په برنګ توت، رج او ګنهکان سیمو کې شدیدي شوې دي.

د فراه د امنیت امر محمد غوث مالیار ازادي راډیو ته وویل، که څه هم طالبانو نن سهار د د فراه پر ښار تهاجمي حملې وکړې خو افغان ځواکونو دغه حملې بېرته دفع کړې.

تر اوسه په یادو وسله‌والو نښتو کې د مرګ ژوبلې په اړه دقیق جزئیات نشته.

په فراه کې د ازادي راډیو خبریال وايي چې د فراه ښار شاوخوا سیمو کې اکثره کورنۍ له خپلو مېنو وتلي دي.