هلمند چارواکي: لښکرګاه کې طالبانو ته درانه تلفات اوښتي

د هلمند چارواکي وايي، وسله‎والو طالبانو ته‌یې د لښکرګاه ښار پر درېیمه حوزه کې د برید پر مهال درانه تلفات اړولي دي.

طالب وسله‎والو پرون د لښکرګاه په لوېدیځه برخه کې د درېیمې حوزې پر بولان سیمه درنې حملې وکړې او ځینې سیمې یې ونیولې خو د هلمند والي وايي، ډېری سیمې یې له طالبانو څخه بېرته نیولي دي.

حیات‌الله حیات ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو مرمۍ اوس لښکرګاه ته نه‌رسېږي او ځکه پر ښار توغندي ولي.

ښاغلي حیات زیاته کړه:

"اوس یوازنی غیر انساني تکتیک چې دښمن د ماینونو د اېښودلو او د خلکو له کورونو د کار اخیستو تر څنګ کار ترې اخلي، دا دی چې له ډېر لیرې واټنه پر ښار توغندي راخوشې کوي."

ښاغلي حیات وویل، افغان ځواکونو د تېرو ۲۴ ساعتونو په جګړو کې ۸۵ وسله‎والو طالبان وژلي دي.

د هلمند والي د افغان سرتېرو د تلفاتو په اړه وویل، د محلي پولیسو یو قوماندان او شپږ سرتېري د طالبانو په انتحاري حمله کې وژل شوي او دولس نور ټپیان دي.