ولسمشر غني بلخ کې بمي حمله په کلکه غندلې

ولسمشراشرف غني په بلخ ولایت کې د پرون مازیګر بمي حمله په کلکه غندلې ده.

د ارګ له‎خوا د خپرې شوې خبرپاڼې پر بنسټ ولسمشرغني په کابل او بلخ کې د عاشورا پر مراسمو حمله جنایت بللی دی.

د بلخ ولایت چارواکي وايي چې د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د عاشورا د مراسمو پر مهال پرونۍ چاودنه د ریموټ کنټرول په وسیله ترسره شوې وه.

د بلخ والي ویاند منیر فرهاد ازادي راډیو ته وویل، سره له دې چې امنیتي چارواکو د احتمالي حملې خبرداری مخکې له مخکې ورکړی و، خو عاشورا د مراسمو ګډون‎والو ورته پاملرنه ونه‎کړه او د ورځې ترپایه یې د ویر مراسمو ته دوام ورکړ.

د ښاغلي فرهاد په وینا د بلخ ولسوالۍ په خواجه غولک سیمه کې په پرونۍ حمله کې ۱۴ کسان وژل شوي او له پنځوسو زیات نور ټپیان شوي دي.

د بلخ د حوزوي روغتون ډاکټرانو د ځینو ټپیانو حالت نازک بللی.

د بلخ والي ویاند منیر فرهاد

پخوانی:

د بلخ ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند وایي چې د یاد ولایت د بلخ شریف ولسوالۍ په نننۍ چاودنه کې ۱۴ تنه وژل شوي.

شېرجان دارني ازادي راډيو ته وویل چې یاده چاودنه نن ماسپښين د یادې ولسوالۍ په خواجه غولک سیمه کې د شیعه ګانو تکیه خانې ته نږدې رامنځته شوې چې ۲۶ ته یې ټپيان کړي هم دي.

پخواني معلومات

د بلخ ولایت په بلخ شریف ولسوالۍ کې سړک غاړې ماین چاودنه کې ۶ تنه وژل شوي.

د بلخ ولایت ویاند منیر فرهاد ازادي راډیو ته وویل چې دغه چاودنه نن ماسپښين په یاده ولسوالۍ کې د شعیه‌ګانو یوې تکیه‌خانې ته نېږدې رامنځته شوې ده ۳۸ تنه‌یې ټپیان کړي هم دي.

عیني شاهدانو ازادي راډيو ته وویل چې په دغه چاودنه کې تر لسو زیات کسان وژل شوي دي.

په ورته وخت کې د بلخ د ولایتي شورا غړی شجاع‌الدین شجاع وايي چې په دې چاودنه کې ۴۰ تنه ټپیان شوي او ۴ تنه نور وژل شوي.

د بلخ د حوزوي روغتون مشر ډاکټر نور محمد فیض بیا وايي چې د پېښې له ځایه دوی ته ۳۰ ټپيان او ۵ جسدونه وروړل شوي چې زیاته برخه‌یې ماشومان دي.

تر دا مهاله هېڅ یوې ډلې د دې چاودنې مسؤلیت په غاړه نه‌دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه د کابل درېیمه امنتیي حوزه کې د شعیه‌ګانو پر مذهبي مراسمو حمله کې ۱۶ تنه ووژل شول او ۵۴ نور ټپیان شول.

د کابل حملې مسؤلیت داعش ډلې په غاړه اخیستی.