یوناما کابل کې پر سخي زیارت وسله واله حمله وغندله

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یا یوناما د کابل په دریمه امنیتي حوزه کې د "سخي"پر زیارت حمله چې پکي تر ډېره ملکي وګړي وژل شوي په کلکه غندلې ده.

د یوناما لخوا نن په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په قصدي ډول د ملکیانو په یوې لویې ډلې برید یو بې رحمانه عمل دی او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړی.

یوناما وایي نړیوال بشري قوانین د عبادت ځایونو په ګډون پر ملکیانو او ملکي شتمنیو هر ډول قصدي برید منع کوي.

د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر د معلوماتو له مخې د کابل د تېرې شپې په حملې کې ۱۸کسان وژل شوي او تر پنځوسو ډېر ټپیان شوې دي.

له بلې خوا د کابل د علي اباد د روغتون مسؤلین وايي چې د کارته سخي له دغې پېښې ورته ۱۵ مړي او ۵۳ ټپیان روغتون ته ور وړل شوي دي.