ولسمشر د کابل تېرې شپې قربانیانو کورنیو سره غم شریکي وکړه

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د عاشورا په مناسبت غونډه کې د افغان ځواکونو له قربانیو یادونه وکړه او د کابل د تېرې شپې د برید د قربانیانو له کورنیو سره‌یې غمشریکي وکړه.

ښاغلي غني وویل چې د نړیوالې ټولنې په ملاتړ به افغانستان روښانه راتلونکی ولري.

د نړۍ مسلمانان، په ځانګړي ډول شیعه‌ګان نن چهارشنبه چې د محرم‌الحرام د میاشتې له لسمې سره برابره ده، د عاشورا مذهبي مراسم ترسره کوي.

په کابل، کندهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې دغه مراسم پیل شوي او د ازادي راډيو خبریالان وایي چې د دغو مراسمو لپاره د کابل په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې هم د شیعه‌ګانو ټولنو د دې مراسمو لپاره خاص ترتیبات نیولي دي.

د افغانستان حکومت د امنیتي ستونزو له امله، پر شیعه‌ګانو غږ کړی چې له سترو غونډو او داسې حرکتونو دې ډډه وکړي چې افراطي ډلو ته د تخریبي فعالیتونو موقع ورکولائ شي.

چارواکي وايي، د عاشورا د مراسمو لپاره ځانګړې سیمې او تکیه خانې مشخصې شوي او خلک د مراسمو د تر سره کولو لپاره ورتلای شي.