نګورنو-قره‌باغ کې هېڅ الوتکې ته د الوتنې اجازه نه‎ورکول کېږي

د نګورنو-قره‌باغ په لانجمنې سیمه کې له کلونو راهیسې هېڅ الوتکې ته د الوتنې اجازه نه‎ده ورکړل شوې.

نګورنو-قره‌باغ لانجمنه سیمه د نړیوالو له خوا د اذربایجان د خاورې یوه برخه پیژندل کېږي خو ارمنیان یې کنټرول په واک کې لري.

په یوه وېډیو کې به وګورئ چې په دې سیمه کې یو هوايي ډګر بیارغول شوی هم دی خو تر اوسه نه‌دی کارول شوی.

په دې سیمه باندې د الوتکو الوتنه ممنوع اعلان شوې ده.

دا د نګورنو-قره‌باغ لانجمنه سیمه ده چې ښکېلې خواوې لاسره نه‌دي جوړې شوي چې الوتکو ته د الوتنې اجازه ورکړي.

Your browser doesn’t support HTML5

هغه هوايي ډګر چې الوتنو ته اجازه نه ورکول کېږي

په ۲۰۱۱ میلادي کال کې په شته هوايي ډګر خوارۍ وشوې او بیا ورغول شو.

څه باندې پنځه میلیونه ډالره لګښت‌يې هم درلود خو تر اوسه په‎کې کومې الوتکې ناسته نه‌ده کړې.

اذربایجان ګواښ کړی چې هره هغه الوتکه چې د دې سیمې هوايي حریم ته ننوځي سقوط به ورکړل شي.

خو د نګورنو-قره‌باغ لانجمنې سیمې نیمه خپلواک جمهوریت بیا د دې هوايي ډګر پرانیستلو ته لستوڼي بډ وهلي.

د دغه جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله آرمېني الکسانیان وايي:

"په بیا پرانیستلو سره به‌یې په هغو سختیو برلاسي شو چې کولای شو ووایو د اذربایجان له‎خوا په موږ تحمیل شوي دي."

له دې ځایه د ارمنستان پلازمېنې ایرووان ته د موټر پنځه ساعته لار ده خو خلک مجبوراً دا لار وهي ځکه چې د الوتکې پرواز چې یوازې ۴۵ دقیقې وخت نیسي ممنوع دي.

د نګورنو–قره‌باغ په سر لانجه له شلو کلونو راهیسې روانه ده.

که څه هم دا سیمه منزوي پاتې ده خو لا یې هم د هوايي ارتباطاتو هیلې نه‌دي مړې شوي.