محمدي: بامیانو کې د کچالو بیه لوړه شوې

د بامیان د کرنې ریاست مسؤلین وايي چې سږکال په دغه ولایت کې د کچالو بیه لوړه شوې ده.

د بامیان د کرنې رئیس عبدالوهاب محمدي نن ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې له دې مخکې یو من کچالو په ۶۰ افغانیو پلورل کېده خو اوس یې بیه ۸۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

نوموړی وايي چې سږکال په دغه ولایت کې د ۳ زره ټنو په ارزښت کچالو حاصل شوي دي.

ښاغلی محمدي وايي چې د ایراني او پاکستاني کچالو پر وارداتو بندیز هغه مسئله ده چې د کچالو په بیه کې یې لوړوالی رواستی دی.