کابل ګارنېزیون: عاشورا مراسمو کې دې له غونډو ډډه وشي

کابل ګارنېزیون د یوې ابلاغیې په خپرولو سره له ټولو دیني عالمانو، کابل ښاریانو او اهل تشیع او تسنن څخه غوښتي چې د محرم‎‎‎الحرام د لسمې ورځې د یاد په مراسمو کې دې نظم په پام کې ونیسي.

د کابل ګارنېزیون وايي، څرنګه چې د هېواد اوسني امنیتي حالات د تېرو کلونو په نسبت ترینګلي دي، په کار ده چې د دې ورځې په درناوي کې له افراطي حرکاتو، واټونو ته له راوتلو او لارو او سړکونو له بندولو څخه ډډه وشي.

د کابل ګارنېزیون قوماندان جنرال ګل نبي احمدزی

د کابل ګارنېزیون قوماندان جنرال ګل نبي احمدزي په دې اړه د سې شنبې په ورځ وویل:

"دا ورځ یو مذهبي صبغه لري موږ د دې ورځې د درناوی په خاطر له دیني عالمانو هیله کړې ده چې د نظم په ساتلو کې له موږ سره مرسته وکړي او د تشیع وروڼو څخه مو غوښتي چې په هغو سیمو کې چې له مخکې څخه تثبیت شوي او یا دې په تکیه‎خانو کې دا مراسم پر ځای کړي او له راټولېدو څخه دې ډډه وکړي، ما دا خبره کړې ده ځکه چې ګواښونه شته او خدای مه‌کړه، کومه ستونزه پېښه نه‎شي."

د محرم‎الحرام لسمه له ۶۱ قمري کال راهیسې د نړۍ د ټولو مسلمانو له‎خوا په مذهبي جذبو د غونډو په جوړولو سره په درنښت یادېږي.

دا هغه ورځ ده چې د حضرت محمد «ﷺ» لمسی حضرت امام حسین «رض»، د اسلام د اصولو، سولې او د مسلمانانو تر منځ د ورورګلوۍ څخه د دفاع په خاطر، د دې ارزښتونو د دښمنانو له‎خوا د خپلو ۷۲ ملګرو سره ووژل شو.

په دې ورځ غونډې جوړېږي، د قران‎کریم ختمونه او خیراتونه کېږي، صدقې ورکول کېږي او دعاګانې کېږي.

خو خلک وايي کله-کله د دې ورځې د مراسمو پر مهال ځیني افراطي حرکتونه هم کېږي چې امله‌یې واټونه بند، خلک له ستونزو سره مخ او امنیتي ګواښونه هم رامنځته کېږي.

کابل ښاریان هم هیله کوي چې د دې ورځې مراسم دې په احتیاط سره ترسره شي.

د کابل ښار یوه اوسېدونکي نجیب‌الله ازادي راډیو ته وویل:

"دوی باید لارې بندې نه‎کړي او خلکو ته مزاحمت جوړ نه‌کړي، ځیني چې ځانونه وهي او وینې تویوي دا وینه باید د هېواد د دفاع په لار کې زخمیانو ته ورکړي، دا ورځ د ټولو مسلمانانو ورځ ده او داسې درناوی یې وشي چې نور خلک په‎کې په تکلیف نه‎شي."

همدارنګه حکومت هم هیله کړې چې د دغې ورځې مراسم دې په تکیه‎خانو او داسې نورو مذهبي مناسکو کې ترسره شي.

افغان دیني عالمان هم وايي چې په دې ورځ د وینو تویول، افراطي حرکتونه او لارو او کوڅو ته راوتل، د اسلام له نظره جایز نه‌دي.

راپور: خان محمد سیند